سایټ د افغانستان د غوره لیگ رسمی

د افغانستان غوره لیګ رسمی وبسایټ

 
   

شین لوبغالی د کندهار سیمه ایزې لوبې

۲۰ غبرګولی, ۱۳۹۲

د ۲۰۱۳ کال د مې میاشتې له ۲۱ څخه تر ۲۴ پورې د کندهار د لوبډلو ترمنځ یو تورنمنټ ترسره شو، دغه لوبډلې عبارت دي له کندهار, هلمند, زابل  او ارزگان څخه  . په هر حال ، د درنې نښتې له امله د ارزګان لوبډلې ونشو کولای د کندهار په تورنمنټ کې ګډون وکړي  خو پاتې پنځو لوبډلو یو د بل په وړاندې لوبې ترسره کړې.

د دغه تورنمنټ د لوبو د مهال ویش پراساس د لومړنۍ دورې څخه د ۲۶ تنه ټاکل شوي لوبغاړي په څلورو لوبډلو ویشل شوي وه چې  هرې لوبدلې  د نورو دریو لوبډلو په وړاندې لوبې ترسره کړې

د میدان سبز په دوهم پړاو کې چې د روژې په مبارکې میاشت کې به په لاره واچول شي له یادو ۲۶ لوبغاړو څخه  ۱۸ تنه غوره لوبغاړي وټاکل شي.

دغه لوبغاړي ددې لپاره ټاکل کیږي څو د روشن په پریمیرلیګ سیالیو کې چې د ۲۰۱۳ کال د اګست میاشتې له ۷ مې نیټې ، څخه د سپټمبر تر ۷ نیټې پورې دوام کوي د شاهین اسمایي لوبډلې استازیتوب وکړي.

د کندهار زون د لوبغاړو ترمنځ سیمه ایز تورنمنټ د افغانستان د فوټبال فدراسیون د تجربه لرونکو او پیاوړو روزنکو له لوري  مخ ته یوړل شو چې په پایله کې یې ۲۶ تنه غوره لوبغاړي وټاکل شول.

دغه لوبې د کندهار ښار د فوتبال په مرکزي لوبغالي احمد شاهی کې ترسره شوي  ، ددغو لوبو لپاره په سلګونه  هڅونکي او مینه وال راغلي وه څو خپلې د خوښې لوبډلې او لوبغاړي تشویق کړي.

هغه لوبغاړي چې په لومړي پړاو کې ټاکل شوي دي عبارت دي له :

د کندهار له سیمې د ۲۶ لوبغاړو فهرست
شمیره نوم ځای لوبډله
۱ عبدالقیوم سپاند دروازه بان هلمند
۲ قدرت الله دروازه بان کندهار-ا
۳ احمد الله دروازه بان کندهار-ب
۴ محمد یونس مدافع کندهار-ا
۵ محمود مدافع کندهار-ا
۶ فریدون مدافع کندهار-ا
۷ عبدالقیوم همت مدافع هلمند
۸ شیر خان مدافع هلمند
۹ مطیع الله مدافع کندهار-ب
۱۰ میرویس مدافع نمروز
۱۱ فرید آزاد مدافع هلمند
۱۲ حضرت مدافع کندهار-ا
۱۳ وحید زیرک د منځني خط لوبغاړی هلمند
۱۴ بشیر عظیمی د منځني خط لوبغاړی هلمند
۱۵ اسد الله د منځني خط لوبغاړی هلمند
۱۶ علی هزاره د منځني خط لوبغاړی هلمند
۱۷ سمیع غیرت مل د منځني خط لوبغاړی کندهار-ا
۱۸ احمد د منځني خط لوبغاړی کندهار-ا
۱۹ متین د منځني خط لوبغاړی نمروز
۲۰ فیض محمد د منځني خط لوبغاړی کندهار-ا
۲۱ سمیع الله د منځني خط لوبغاړی کندهار-ب
۲۲ سید باقر بریدکوونکی هلمند
۲۳ مصطفی ژوبل بریدکوونکی کندهار-ا
۲۴ زیدان بریدکوونکی کندهار-ا
۲۵ قدوس بریدکوونکی کندهار-ا
۲۶ بریالی بریدکوونکی نمروز

د دې پاڼې شریکول