سایټ د افغانستان د غوره لیگ رسمی

د افغانستان غوره لیګ رسمی وبسایټ

Secondary menu

 
   

طوفان هریرود، سیمرغ البرز ته د ۳ – ۱ پایلې سره ماته ورکړه

۲۶ وږی, ۱۳۹۳

په دې ورځ طوفان هریرود د هغه ټیم په څېر لوبه ترسره کړه چې غواړي د دریم پرلپسې کال لپاره د وروستۍ نیمې په پړاو کې شتون ولري. دې ټیم د سیمرغ البرز په وړاندې د ۳ – ۱ پایلې په ترلاسه کولو سره د خپلو ګولونو شمېر د سپین غر بازان ټیم سره مساوي کړ او حتا وروستۍ نیمې ته د لارې موندنې شانس لري، او دا کار هغه وخت شونی دی چې د میوند اتلان ټیم د وږې په ۲۸ نېټې د جمعې ورځ لوبه کې، د سپین غر بازان ټیم ته د دوو ګولونو سره ماته ورکړي. 

دواړو ټیمونو په ډګر کې د شته فرصتونو څخه ګټه واخیسته. په ټوله ییزه توګه ۲۲ غلطۍ ترسره شوې چې له هغې ډلې ۵ غلطۍ د زیړ کارت مستحق وګڼل شوې. د طوفان هریرود ټیم څخه علي احمد یارزاده، وحید ندیم، او معروف محمدي زیړ کارتونه ترلاسه کړل. د سیمرغ البرز ټیم نه برید کوونکي لوبغاړي فرهاد او مدافع لوبغاړي عبدالحمید د تاوتریخوالي څخه ډکې لوبې له امله زیړ کارتونه ترلاسه کړل. 

طوفان هریرود په لومړۍ نیمه کې د سیمرغ البرز په دروازې برید وکړ چې دا نیمه د ۲ – ۰ پایلې سره پای ته ورسېده. لومړۍ ګول په ۱۱ دقه کې د عبدالروف قادري له خوا او دوهم ګول د لوبې په ۳۳ دقه کې د بشیر احمد آزاداني له خوا ترسره شو. دې ټیم په دوهمې نیمې کې دفاعي تکتیک ځان ته غوره کړ. هغوی په دوهمې نیمې کې لوبه په خپل واک درلوده او د حملې په ضد غبرګون باندې یې ټینګار کاوه. 

سیمرغ البرز د موج های آمو د غورې لوبې شتون سره بیا هم وکولائ شول یو ګول ترسره کړي. فرهاد، د سیمرغ البرز برید کوونکي لوبغاړي د لوبې په ۵۸ دقه کې دا ګول ترسره کړ. د دې ګول څخه وروسته، تر پای شېبې پورې د دې دوو ټیمونو په منځ کې سخته لوبه روانه وه. طوفان هریرود د وروستۍ نیمې پړاو ته د لارې موندنې هیڅ شانس نه درلود. تر دې چې د اضافه وخت په وروستیو دقو کې یعنې د لوبې په ۹۵ دقه کې، احمد فواد کاکړ د یو آکروباتیکي حرکت سره د طوفان هریرود په ګټه یو ګول ترسره کړ او د لارې موندنې شانس یې ژوندی کړ. 

د ب د ډلې وروستۍ پایله د جمعې په ورځ د وږې په ۲۸ نېټې د میوند اتلان او د سپين غر بازان ټیمونو د سیالۍ څخه وروسته معلومېږی. که د سپين غر بازان ټیم د دوو ګولونو سره لوبه وبایلې، طوفان هریرود د ۴ امتیازونو او د ګڼ شمېر ګولونو په درلودو سره کولائ شي راتلونکي پړاو ته لاره ومومي. خو که د سپين غر بازان ټیم لوبه وګټي او یا یې هم مساوي کړي، نو طوفان هریرود ټیم باید خپل کور ته ولاړ شي. 

طوفان هریرود به د دې دوو ټیمونو تر منځ د جمعې لوبه په ډېر زیر سره وویني، ځکه چې دا لوبه په دې څپرکي کې د هغوی برخلیک ټاکي. 

د دې لوبې د غوره شېبو د لیدو لپاره، د هغې ځانګړې ویډیو په لاندې لینک کې ووینئ: 

 

د دې پاڼې شریکول