سایټ د افغانستان د غوره لیگ رسمی

د افغانستان غوره لیګ رسمی وبسایټ

Secondary menu

 
   

طوفان هریرود ۶ – ۰ ناوخته بریا ته ورسېد

۷ تله, ۱۳۹۶

د افغانستان غوره لیګ د شپږم څپرکې ډله‎ییز پړاو وروستۍ سیالۍ نن، د ۱۳۹۶ کال د تلې په ۷ نېټه د افغانستان فوټبال فدراسیون لوبغالې کې په لاره واچول شوه. په یادې سیالۍ کې د هېواد د لوېدیځ زون استازې، طوفان هریرود او د اباسین څپې لوبډله د یو بل پر وړاندې ولوبېدې. طوفان هریرود ۶ – ۰ پایلې سره خپل سیال ته ماتې ورکړه. 

طوفان هریرود خپل د لوبډلې وړ لومړی ګول د لوبې په لومړني شپږو دقیقو کې د خپل تکړه لوبغاړي، ظریف فراهی په هڅې ترسره کړ. د دې ګول وروسته طوفان د خپل سیال د ګول په لور ګڼ‎شمېر بریدونه ترسره کړه. په ۳۲ او ۴۳ دقیقو کې نوراحمد احمدي او رحمت الله خیرخواه د خپلې لوبډلې په ګټه دویم او دریم ګول هم ترسره کړ. 

د اباسین څپې و نه شو کولای د خپل برید ځانګړې تلن‎لاره غوره کړي او لومړۍ نیمه د ۳ – ۰ پایلې سره د طوفان هریرود په ګټه پای ته ورسېدل. 

په دویمې نیمې کې، د طوفان لوبډلې څخه ولید حبیبي، علي احمد، او رحمت الله د دریو نورو ګولونو سره پایله ۶ – ۰ ته ورسول او نور د اباسین څپې لپاره هیڅ کومه هیله پاته نه شوه. د اباسین څپې د دویمې نیمې په لړ کې هم هیڅ کوم فرصت ترلاسه نه کړ چې د لوبې پایلې کې بدلون رامنځ ته کړي. 

له دې قطعي بایلې سره، د اباسین څپې لوبډله د غوره لیګ شپږم څپرکې اتم مقام کې تم شوه. په داسې حال کې چې طوفان هریرود د سیمرغ البرز په پرتله یوازې د یو امتیاز توپیر سره، په ټوله‎ییزه توګه د څلورو امتیازونو سره د غوره لیګ شپږم څپرکې نیمه‎پایلني پړاو کې د ګډون چانس له لاسه ورکړ. 

علي احمد یارزاده د دې سیالۍ د غوره لوبغاړي ډالۍ ترلاسه کړه. طوفان هریرود ۵۵ سلنه لوبه په واک کې درلودل. 

د دې سیالۍ بشپړ کلیپ نندارې لپاره د افغانستان غوره لیګ یوټیوب پاڼه (www.youtube.com/afghanpremierleague) تعقیب کړئ. د خپل په زړه‎پورې لوبډلې د تر ټولو تازه انځورونو د نندارې لپاره د غوره لیګ اېنسټاګرام پاڼه (Afghanpremierleague.official) لایک کړئ. د غوره لیګ د راتلونکي بهیرونو په اړه د لا زیاتو معلوماتو لپاره د لیګ رسمي وېب‎پاڼې (www.afghanpremierleague.com) ته مراجعه وکړئ. 

 

د دې پاڼې شریکول