سایټ د افغانستان د غوره لیگ رسمی

د افغانستان غوره لیګ رسمی وبسایټ

Secondary menu

 
   

عقابان، په دې څپرکي کې د بیا ځلېدو په هیله

۳۱ غبرګولی, ۱۳۹۵

د عقابانِ هندوکش لوبډلې د ترکیب ترلاسه کولو لپاره، د افغانستان روشن غوره لیګ ۲۰۱۶ کال سیمه‎ییز ټورنمنټ (شین لوبغالی) د غبرګولي له ۱۰ نېټې څخه تر ۱۳ نېټې پورې، د پنجشېر ولایت د مارشال محمد قسیم فهیم په لوبغالي کې په لاره واچول شو. په دې سیالیو کې د پنجشېر الف، پنجشېر ب، کاپیسا، بامیان، پروان، او دایکندي ۶ لوبډلو ګډون درلود. 

د ۴ ورځو په لړ کې د ډېرو حیرانوونکو سیالیو وروسته، دا ټورنمنټ د پروان لوبډلې له اتلولي سره پای ته ورسېد. د کاپیسا له لوبډلې څخه محمد مصطفی کوهستاني، د دې سیالیو د غوره لوبغاړي ډالۍ ترلاسه کړه. 

ځینې لوبغاړي لکه زمری سالنګي، امېد عظیمي، او ویس کامګار هغه ستر ستوري وه چې د افغانستان روشن غوره لیګ ۲۰۱۶ اصلي سیالیو لپاره بیاځلي د دې لوبډلې په ترکیب کې وټاکل شول. ایمل ګریوال چې په ۲۰۱۴ کال کې د دې لوبډلې لوبډلمشر وو، وروسته له نه چندان ښکلیو لوبو څخه چې تېرکال یې د سپین غر بازانو په لوبډله کې درلودلې سږ کال بېرته د عقابان هندوکش لوبډلې ته راګرځي. په ټولیز ډول، ۱۳ نوي لوبغاړي د عقابانو سږنۍ لوبډلې لپاره وټاکل شول. 

تېر کال د دې سیالیو په ډله‎ییز پړاو کې، عقابان یوازې د یوې سیالۍ ګټوونکي شول، او د ۴ امتیازونو ترلاسه کولو سره یې چې د دې سیالیو په نیمه پایلوبو کې د ګډون فرصت ترلاسه کړي. 

تاسو کولای شئ د افغانستان روشن غوره لیګ سیمه‎ییز ټورنمنټونه (شین لوبغالی) د پنجشنبې په ورځو وروسته له غرمې ۱۰:۳۰ دقې د طلوع او لمر ټلویزونونو له لارې ننداره کړی. همدارنګه تاسې کولای شئ د افغانستان روشن وروستي خبرونه د دې لیګ د رسمي وېب‎پاڼې او نورو ټولنیزو شبکو له لارې تعقیب کړی. 

 

د دې پاڼې شریکول