سایټ د افغانستان د غوره لیگ رسمی

د افغانستان غوره لیګ رسمی وبسایټ

Secondary menu

 
   

عقابانو د آمو په ماتولو سره د الف ګروپ په سر کې ځای وموند

۱۳ وږی, ۱۳۹۴

د عقابان هندوکش لوبډلې نن جمعه د وږي په ۱۳ مه د افغانستان د فوټبال فدراسیون په لوبغالي کې وکولای شول په یوه مهمه لوبه کې د موج های آمو لوبډلې ته ماتي ورکړي. د دې لوبي په ګټلو سره عقابان په خپل ګروپ کې سر ته وختل او نیمه پایلوبو ته د تللو چانسونه يي لا ډیر شول.

د لومړۍ نیمايي په جریان کې عقابانو څو ځلې د موج های آمو په دفاعي لیکو کې لارې جوړي کړې او څو واري حملې يي تر سره کړې. په دې لوبه کې مهدي بهزاد د عقابانو لپاره یو مهم لوبغاړی ثابت شو او دلوبې په ۳۰ مه دقیقه کې یی وکولای شول چې زمري سالنګي ته یو ښکلی متمایل پاس وکړي، زمری سالنګې چې د جریمي په ساحه کې موقعیت درلود د ګول وهلو ډیر ښه چانس يي په لاس کې درلود خو نوموړي و نه شو کولای له دې زرین چانس څخه ګټه پورته او د توپ کنټرول يي له لاسه ورکړ.

د لوبې په ۳۸ مه دقیقه کې مهدي بهزاد یو وار بیا د دروازي په لوري یو ښکلی شاټ تر سره کړ خو توپ د ګول له لرګي سره ولګیدو. دې حرکت د لوبې لیدونکې نور هم هیجاني کړل. په ننۍ لوبه کې د فوټبال د مینه والو شور او زوږ د باور وړ نه وو.

لومړۍ نیمايي له ګول پرته پای ته ورسیده او دواړه ټیمونه له خپلې کارکردګۍ څخه ناخوښ وو.

که څه هم د دواړو نیمايي په منځ کې باران وردیدو خو بیا هم د هیواد نومیالۍ سندرغاړې آریانا سعيد د لوبغالي مینه وال په خپلو سندرو سره په زوږ راوستل. د فوټبال د مینه والو غږ نن ټول کابل اوریدلای شو.

د دوهمې نیمايي په پیل سره  فوټبال یو ځل بیا را وګرځید، آمو په ډیرې چټکۍ سره لوبه پیل کړه خو د عقابانو دفاعي لیکې هم خپلو سیالانو ته کومه موکه په لاس نه ورکوله.

د لومړۍ نیمايي په اولو شیبو کې مسعود قاري زاده د جریمې په ساحه کې موقعیت درلود او ځان يي د آمو له مدافعینو څخه مخکې کړی وو، ده په دې صحنه کې د ګول وهلو زرین چانس درلود خو ویی نشو کولی له دې موقعیت څخه ښه استفاده وکړي. د ده شوټ په ډیر مهارت سره د آمو د لوبډلې د دروازه ساتونکي صفی الله عثماني له لوري کنټرول شو.

د لوبې په ۸۶ مه دقیقه بصیر عابر د مینه والو انتظار پای ته ورساوو او په ښکلو ډریبلونو سره يي د آمو له مدافعینو څخه توپ وایستی، ده وکولای شول په خپل ځان یو ښکلی ګول تر سره کړي. د دې وروستیو شیبو ګول د فوټبال مینه وال هیجاني کړل، د دواړو لوبډلو مینه والو د یو غښتلې پای په هیله خپلې لوبډلې تشویق کړې.

د نویمي دقیقې په رارسیدو سره ننۍ لوبه د ۱-۰ په پایلې سره د عقابانو په ګټه پای ته ورسیده. د ۸۶ مې دقیقې ګول د عقابانو لپاره نیمه پایلوبو ته د رسیدو لپاره لاره آسانه کړې ده.‎!

تاسو کولای شئ دا لوبې د لمر، طلوع، آراکوزیا او ارمان اف ام راډیوګانو له لارې تعقیب کړئ.
همدارنګه د یوټیوب له لاري په ژوندۍ بڼه دا لوبې د لیدو وړ دي.
www.youtube.com/afghanpremierleague).

د دې پاڼې شریکول