سایټ د افغانستان د غوره لیگ رسمی

د افغانستان غوره لیګ رسمی وبسایټ

Secondary menu

 
   

عقابان د بریا سربېره د سیالیو له بهیر څخه حذف شو

۲۶ وږی, ۱۳۹۵

د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال یوولسمې سیالۍ کې، د «سیمرغ البرز»  لوبډله د افغانستان فوټبال فډراسیون په لوبغالې کې د «عقابان هندوکش» پر وړاندې ولاړه. دا د پام وړ او هیجانوونکې سیالۍ د ۲ – ۱ پایلې سره د عقابان په ګټه پای ته ورسېدل. 

دواړو لوبډلو د لوبې په پیل کې د غوره بریدونو او دفاعي ضد بریدونو سره، د مخکښ کېدو لپاره خپل بشپړې هلې‎ځلې وکړې. که څه هم عقابان د یو فرصت څخه ښه ګټه پورته کړه او د لوبې بهیر ته یې په خپل ګټه بدلون ورکړ. په ‍۱۵ دقې کې، مجیب الله فیضي د خپلې لوبډلې لپاره یو ګول ترلاسه کړ. 

لومړۍ نیمه د ۱ – ۰ پایلې سره د عقابان په ګټه پای ته ورسېدل. د دوهمې نیمې په لومړني دقو کې، د سیمرغ لوبغاړي ډېر ژمن ښکاره شوه خو تلن‎لاره یې د لومړۍ نیمې تلن‎لارې ته ورته وه. د سیمرغ د بریدونو زیاتوالې وروسته، دا فیاض عزیزي وو چې په ۵۲ دقې کې یې، د لوبې مساوي ګول ترسره کړ او خپله لوبډله یې بېرته د لوبې بهیر ته راوېستل. 

مګر دا د کار پای نه وو، داسې ښکارېدل چې عقابان په هیڅه توګه د ډله‎ییز پړاو څخه د حذف کېدنې موخه نه لري څرنګه چې په یو دفاعي ضد برید کې هغوی وکولای شو خپل وروستی ګول ترسره کړي. صمیم نوري، د عقابانو منځني کرښې لوبغاړي، وکولای شو په ۸۴ دقې کې خپله لوبډله د ۲ – ۱ پایلې سره مخ ته کړي. که څه هم، د دریم ګول ترسره کونې لپاره د هغو هڅې، هیڅ کومه ګټه نه درلوه. 

په دې میدان کې د عقابانو د بریا سربېره، هغوی د کم ګولونو تفاضل له امله و نه شو کولای نیمه‎پایلني پړاو ته لاره ومومي په داسې حال کې چې سیمرغ البرز دا چانس ترلاسه کړ چې نیمه‎پایلني پړاو کې د نورو لوبډلو سره ګډون ومومي. 

عقابان وروستي پړاو کې د ګډون لپاره لږ تر لږه باید ۳ ګولونه ترسره کړي وای. 

د لوبې سرشمېرنو پر اساس، ۵۵ سلنه لوبه د عقابان هندوکش په واک کې وه په داسې حال کې چې د هغو سیال، ۵۴ سلنه توپ او میدان په واک کې درلود. 

تاسو کولای شئ دا سیالۍ د افغانستان روشن غوره لیګ یوټیوب پاڼې (www.youtube.com/afghanpremierleague) له لارې ننداره کړئ. د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال د سیاليو په اړه لا زیاتو معلوماتو لپاره، د (www.afghanpremierleague.com) وېب‎پاڼې ته مراجعه وکړئ. 

 

د دې پاڼې شریکول