سایټ د افغانستان د غوره لیگ رسمی

د افغانستان غوره لیګ رسمی وبسایټ

Secondary menu

 
   

عقابان د میوند اتلان پر وړاندې لوبېږي

۱۶ تله, ۱۳۹۷

د پچې‎اچونې پر اساس، د ډله‎ییز پړاو دوهمې سیالۍ کې، د تېر څپرکې دویم اتل، د میوند اتلان او د مرکز زون استازې، عقابان هندوکش، نن، د ۱۳۹۷ کال د تلې په ۱۶ نېټه، له غرمې نه وروسته په ۰۵:۳۰ بجو افغانستان فوټبال فدراسیون په استیدیوم کېد یو بل پر وړاندې ځي.

دواړې لوبډلې د دې سیالیو په «ب» ډلې کې، د سیمرغ البرز او طوفان هریرود لوبډلو تر څنګ ځای لري. طوفان هریرود وکولای شو تیر کال نیمه‎پایلني پړاو ته لاره ومومي، په داسې حال کې چې، سیمرغ البرز د شاهین آسمایي پر وړاندې ماتې خوړنې سره، څلورم مقام ترلاسه کړ. د سپین‎غر بازان، هغه لوبډله چې د روان کال ډله‎ییز پړاو «الف» ډلې کې ځای لري، تېر کال یې عقابان هندوکش ته ماتې ورکونې سره نیمه‎پایلني پړاو ته لاره وموندل. په پای کې، د میوند اتلان هغه لوبډله وه چې دویم مقام یې ترلاسه کړ. 

د میوند اتلان په پرلپسې توګه د دوهم کال لپاره د اتلولۍ سرلیک ترلاسه کړ او ښایي چې عقابان نن یوه ګرانه سیالۍ پر مخ لري، که څه هم، ټولو لوبډلو د خپلو ۲۱ لوبغاړو په ترکیب کې ډېر د پام وړ بدلون رامنځ ته کړی او هیڅ شی په کره توګه د وړاندوینې وړ نه دی.

ښاغلي وحیدالله واحدي، د عقابان هندوکش روزونکي وویل: «سږ کال د لوبډلې لا زیاتې پیاوړتیا لپاره، عقابان داسې یوه لوبډله چمتو کړې چې پخواني تجربه لرونکي لوبغاړو تر څنګ نوي لوبغاړي هم په کې شتون لري. سږ کال په اوسنۍ لوبې کې، موږ هڅه کوو ترڅو د دې سیالۍ ګټونکي شو او د دري امتیازونو ترلاسه کونې سره، د نورو لوبډلو پرتله وړاندې شو». 

د میوند اتلان روزنکي، ښاغلي عبدالحق فیضي وویل: «څرنګه چې د میوند اتلان داسې یوه لوبډله ده چې د تېر کال دویم اتلولۍ سرلیک یې ترلاسه کړی، او د دې لپاره چې په اووم څپرکې کې دا د میوند اتلان لومړې لوبه ده، موږ ډېره هڅه کوو تر څو وکولای شو ښه پایله ترلاسه کړو او د دې لوبې ګټونکي شو. له دې سره چې زموږ د لوبډلې ترکیب د تېر کال پرتله څه د باندې ۵۰ تر ۶۰ سلنه بدلون موندلی، لوبغاړي مو نوي او ځوانان دي، مګر د بریا لپاره د سترې انګېزې خاوندان دي.» هغوی زیاته کړه: «څرنګه چې وویل شوه، زموږ ځینې لوبغاړي نورو لوبډلو ته ستانه شوي او ځینې یې هم له هېواده بهر تللي، موږ پرته له دې کومه لاره نه درلوده چې د خپل اوسني ظرفیتونو څخه ګټه پورته کړو، په هره توګه موږ پر خپلو لوبغاړو پوره ډاډ لرو او دا بدلون یو مثبت بدلون ګڼو». 

د عقابان هندوکش او د میوند اتلان تر منځ سیالۍ په ژوندۍ بڼه د طلوع او لمر ټلویزونونو، او همدارنګه د آرمان او آراکوزیا اف ام راډیوګانو له لارې خپرېږي. د دې سیالۍ د غوره شېبو نندارې لپاره د افغانستان غوره لیګ رسمي یوټیوب پاڼې (www.youtube.com/afghanpremierleague)  کې ننداره کړئ. همدارنګه تاسو کولای شئ د خپل په زړه‎پورې لوبغاړو او لوبډلو انځورونه د لیګ اېنسټاګرام پاڼې   (Afghanpremierleague.official)څخه ترلاسه کړئ. د لازیاتو معلوماتو لپاره مهرباني وکړئ د افغانستان غوره لیګ وېب‎پاڼې  (www.afghanpremierleague.com) ته مراجعه وکړي. 

 

 

د دې پاڼې شریکول