سایټ د افغانستان د غوره لیگ رسمی

د افغانستان غوره لیګ رسمی وبسایټ

Secondary menu

 
   

عقابان هندوکش حذفې پړاو ته د رسیدو لپاره د میوند اتلان هیلې په اوبو لاهو کړي

۱۷ وږی, ۱۳۹۲

د آسیا د سهیل ختیځ په ډلیز پړاو کې د افغانستان د ملي ټیم د وروستې لوبې څخه وروسته، د افغانستان د سهیل ټیم د میوند اتلان د افغانستان د مرکز ټیم، عقابان هندوکش سره مخامخ ودرید.

 د افغانستان د سهیل ختیځ ټیم (د اباسین څپې) په وړاندې د دوه پر صفره ماتې څخه وروسته، د میوند ټیم باید په تورنمټ کې د شتون د دوام لپاره په دي لوبه کې بریالي شوي وی. په بله خوا کې د تکنیکې او قوانینو له نظره دا لوبه لومړنې سیالې د دي ټیم، عقابان هندوکش د ۲۰۱۳ کال په غوره لیګ کې وه. هغوي مخکې د شاهین آسماېې ټیم ته درې پر یو لوبه سپارلې وه خو هغه سیالې د کابل په ټیم کې د غیر مجازه لوبغاړي د شتون له امله باید د دوهم ځل لپاره تکرار شي.

د میوند ټیم د لوبې لومړنې ۱۵ دقې ډیر ښه پيل کړې. د دي ټیم ۹مه شمیره بریدکوونکی لوبغاړي، فیض محمد فیضی د منلو وړ سرعت درلودونکی وه او د هافبک د لوبغاړو سره د یو او دوه ( یک دو) په ترسره کولو د سیال د ټیم لپاره خطرناکه ښکاریده. که څه هم هغوي هیڅ ګولې موقیعت ته لاس ونه موند.

په ۱۹مه دقه کې د میوند ټیم د ګول د نه وهلو تاوان ترلاسه کړ. د عقابان ۱۴مه شمیره لوبغاړي جمشید محمدی ته یوه لوړه لیږدونه د ښي لور څخه ورسیده او هغه په یوې مناسبې فضا کې د خپل سر په ضربې سره د حریف دروازه خلاصه کړه او خپل ټیم یې یو پر صفر مخ ته واچوه.

لس دقې وروسته، د سیالې څارونکي یوه پنالتې د عقابان د ټیم په ګټه ونیوله. دا پنالتې د میوند د ټیم د دروازه ساتونکي عبدالقیوم هیند د غلطی (خطا) په خاطر، چې د حریف د ټیم د بریدکوونکې لوبغاړي کاظم هاشمی په ځمکه لږیدو لامل شو، ونیول شوه. د میوند د ټیم لوبغاړي د خپل سختو اعتراضونو له امله د څو زیړو کارتونو سره مخ شول. خو دي شخړو په محمد انور اکبری ۱۱مه شمیره لوبغاړي هیڅ اغیزه نه درلوده او هغه په خونسردې سره توپ د دروازه ساتونکې د حرکت پر خلاف په ګول بدل کړ.

د دي ګول څخه وروسته د میوند ټیم د لوبې د لومړې نیمې تر پایه غیر منظمه لوبه وړاندې کړه. که څه هم په دوهمه دقه کې د لومړې نیمې په اضافه وخت کې فیضی د هغه ګول سره یې چې ترسره کړ خپل ټیم ته یو ټکان  ورکړ. فیضی ته د دي ټیم د هافبک اسدالله رضایی څخه یو ښه پاس د ۱۸ ګامه سیمې شاته ورسید او هغه د یو ښکلي کنټرول سره په کینې پښې د شوټ په وهلو توپ د سیال ټیم د دروازه کنج ته ولیږه. که څه هم د دي توپ د دفاع لپاره د عقابان د ټیم د دروازه ساتونکې علی جبیر لعلی هڅه هم بې ګټې وه.

عقابان هندوکش لومړې نیمه د دوه پر یو بریالیتوب سره په خپله ګټه پای ته ورسوله.

په دوهمه نیمه کې د دواړه ټیمونو لخوا د کلکې او شخړې څخه ډکې لوبې شاهد وو چې په دواړو دروازو د تګ راتګ بریدونو لامل شو. دي شیبو لیدونکي حیرانول. خو د ډیرو غلطیو (خطاها) سره، هیڅ یو ټیم په ګول وهلو بریالی نشو.

د لوبې په ۸۵مه دقه کې تاوتریخوالی خپل د پای ټکې ته ورسید. وروسته یوه معمولې غلطي(خطا) د میوند د ټیم د ۱۸ ګامه سیمې شاته، د سهیلې ټیم لوبغاړو په فزیکې تاوتریخوالې لاس پورې کړ چې د هغوي د دري کسو، هیند، فیضی او محمد یونسی د وتلو لامل شو. د سیالې څارونکې هم د لوبې د پای شپيلي د قانونې وخت څخه څو دقې مخکې وغږوله. دا په هغه معنی وه چې عقابان هندوکش دري خواږه امتیازونه ترلاسه کړل.

دي پایلې ښه روحیه د عقابان هندوکش د ټیم لپاره چې کیداي شي د بې ماتې ټیم د اباسین څپې سره په راتلونکې پنجشنبه کې لوبه وکړي، رامنځته کړه. د بلې خوا د میوند ټیم د دي لوبې څخه بیا کتنه کوي چې کوم شی د دي لامل شو تر څو هغوي خپل آرامش د لوبې په وروستیو دقو کې له لاسه ورکړي.

د ۲۰۱۳ کال د سپټمبر د ۶مې د لوبې د حساسو او په زړه پورو برخو ویډیو چې د میوند اتلان او عقابان هندوکش د ټیمونو په منځ کې د افغانستان د فوتبال د فدارسیون په استدیوم کې وه.

د دې پاڼې شریکول