سایټ د افغانستان د غوره لیگ رسمی

د افغانستان غوره لیګ رسمی وبسایټ

Secondary menu

 
   

عقابان هندوکش د خپلې وړتیا څرګندونې لپاره سیالۍ ترسره کوي

۲۶ تله, ۱۳۹۷

د افغانستان غوره لیګ رحماني بنسټ اووم څپرکې ډله‎ییز پړاو وروستې سیالۍ نن، د ۱۳۹۷ کال د تلې په ۲۶ نېټه، له غرمې نه وروسته په ۰۵:۳۰ بجو د افغانستان فوټبال فدراسیون کې په لاره اچول کېږي. په دې سیالۍ کې، عقابان هندوکش، د مرکز زون استازې، د لوېدیځ زون استازې، د طوفان هریرود پر وړاندې سیالۍ ترسره کوي. 

طوفان هریرود په ډله‎ییز پړاو کې خپلې لومړنې کتنې کې د سیمرغ البرز لوبډلې پر وړاندې سیالۍ ترسره او خپل سیال ته یې د ۱ – ۰ پایلې سره ماتې ورکړه، مګر وروسته له دې، د ډله‎ییز پړاو شپږمې سیالۍ کې یې د ۳ – ۰ پایلې سره د میوند اتلان پر وړاندې ماتې وخوړل. خو عقابان هندوکش د افغانستان غوره لیګ رحماني بنسټ اووهم څپرکې ډله‎ییز پړاو کې د میوند اتلان پر وړاندې د ۲ – ۰ پایلې سره ماتې وخوړل او وروسته له دې، په هغې سیالۍ کې چې د سیمرغ البرز پر وړاندې یې لوبه ترسره کړه، لومړۍ نیمه یې د ۱ – ۰ پایلې سره په خپله ګټه پای ته ورسول مګر دوهمې نیمې کې یې درې ګولونه وخوړل او په دې توګه، سیمرغ البرز په نیمه‎پایلني پړاو کې د خپل شتون چانس زیات کړ مګر وروسته له دې یې د میوند اتلان پر وړاندې ماتې وخوړل او ډله‎ییز پړاو کې حذفه شوه. 

عقابان هندوکش اوس په نیمه‎پایلني پړاو کې د ګډون چانس نه لري، که څه هم، د دې لوبې څخه د مثبتې پایلې لاسته راوړنې سره یاده لوبډله کولای شي په اووهم څپرکې کې خپلې تاریخچې کې بدلون رامنځ ته کړي او همدارنګه د لوبغاړو د روحیې بیارغونې لپاره یې هم د ګټې وړ کېدای شي. 

ښاغلي حمید مسعودي، د طوفان هریرود لوبډلې روزونکي وویل: «څرنګه چې موږ په خپل اړوند ټولګې کې لومړنې لوبډله یو چې نیمه‎پایلني پړاو ته مو لاره موندلې، ځکه نو د نن ورځې سیالۍ کې هڅه کوو چې خپل هغو لوبغاړو ته د لوبې چانس ورکړو چې له دې نه وړاندې دوو لوبو کې یې ونډه نه درلوده. موږ په بشپړه توګه چمتو یو. په دوامداره توګه استیدیوم کې تمرینونه ترسره کوو، انشالله چې ځوانان مو سبا د ډېرې سترې روحیې سره میدان ته د ننه کېږي.» 

 د عقابان هندوکش او طوفان هریرود تر منځ سیالۍ په ژوندۍ بڼه د طلوع او لمر ټلویزونونو، همدارنګه د آرمان او آراکوزیا اف ام راډیوګانو له لارې خپرېږي. د دې سیالۍ د غوره شېبو نندارې لپاره د افغانستان غوره لیګ رسمي یوټیوب پاڼې (www.youtube.com/afghanpremierleague)    کې ګډون وکړئ. همدارنګه تاسو کولای شئ د خپل په زړه‎پورې لوبغاړو او لوبډلو انځورونه د لیګ اېنسټاګرام پاڼې   (Afghanpremierleague.official)کې ننداره کړئ. د لازیاتو معلوماتو لپاره مهرباني وکړئ د افغانستان غوره لیګ وېب‎پاڼې  (www.afghanpremierleague.com) ته مراجعه وکړي. 

 

 

د دې پاڼې شریکول