د نورو کلونو په پرتله د اباسین څپې نسبتاً قوي لوبډلې په هغه لوبه کې چې نن جمعه د وږي په شپږمه نیټه د روشن افغانستان غوره لیګ د سیالیو په لړ کې د افغانستان د فوټبال فدراسیون په لوبغالې کې ترسره شوه وکولای شول چې د عقابان هندوکش لوبډله هکه پکه کړي.
د اباسین څپې لوبډلې د لوبې په جریان کې په توپ باندي ښه حاکمیت درلودی او د سیالې لوبډلې په دروازه باندي يي څو واریز بریدونه تر سره کړل. ایمل ګردیوال هم خپل مینه وال نا امیده نه کړل او د خپلې پخوانۍ لوبډلې له بریدونو څخه يي خپله دروازه په ښه ډول وساتله.
عقابان هم آرام کښینناستل او د ګول تر سره کولو ډیر فرصتونه یی را منځ ته کړل. که څه هم چې لومړۍ نیمايي په مساوي ډول پای ته ورسیده خو له هغه سره سره د لومړۍ نیمايي په وروستیو شیبو کې د اباسین څپې په یوه په زړه پوري غبرګونیز برید سره ټول حیران کړل. د محمد رفیع ظریفی شوټ د ګول له لرګي سره ولګید او په دې سره لومړۍ نیمايي د صفر صفر په پایلې سره مساوي پای ته ورسیده.
عقابانو چې له اباسین څخه د ډیر مقاومت تمه نه درلوده په دوهمه نیمايي کې په لا ډیر سرعت سره لوبه پیل کړه او په وار وار يي کوښښونه وکړل تر څو د سیالانو په دروازه باندي ګول تر سره کړي.
محمد نواز ځاځي د فرهاد اندړ په مرسته د لوبي په ۷۶ مه دقیقه کې وکولای شول یو د نندارې وړ ګول تر سره کړي. له هغه وروسته د اباسین څپې په ډیر اعتماد سره ولوبیدل او په مقابل ټیم باندي يي لا ډیر بریدونه تر سره کړل، اباسین د لوبې همدا سبک تر پایه پوري وساتو او له خپلو بریدونو بیزاره نشو.
د لوبې په دوه نویمه دقیقه کې مهدي بهزاد د ویس کامګار د یو دقیق پاس په مټ وکولای شول چې د اباسین دروازه خلاصه کړي او د عقابان هندوکش په ګټه لومړی ګول ترسره کړي. لوبه د ۱-۱ په پایلې سره مساوي پای ته ورسیده.
د سږ کال د ګروپي مرحلې ټولي لوبې به د ماسپښین په څلور بجو پیل کیږي. دا لوبي به په ژوندۍ بڼه د طلوع او لمر تلویزیونو او همدارنګه د آرمان او آراکوزیا اف ام رادیوګانو له لاري د لیدلو او اوریدلو وړ وي.
تاسو همدارنګه کولای شي د لاندي لینک په مرسته په یوټیوب باندي دا لوبې وګورئ:
www.youtube.com/afghanpremierleague