سایټ د افغانستان د غوره لیگ رسمی

د افغانستان غوره لیګ رسمی وبسایټ

Secondary menu

 
   

قندهار د کابل پر وړاندې

۲۵ وږی, ۱۳۹۵

نن، د ۱۳۹۵ کال د وږې ۲۵ نېټه، ټاکل شوې چې د افغانستان فوټبال فډراسیون لوبغالې د یوې بلې هیجانوونکې سیالۍ شاهد وي. د «شاهین آسمایي» او «د میوند اتلان» لوبډلې د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال پچه‎اچونې پر اساس، په لسمې سیالۍ کې د یو بل پر وړاندې ځي او لوبه یې له غرمې نه مخ کې په ۰۳:۳۰ بجو خپرېږي. 

د میوند اتلان د پنځم څپرکې تر دې پړاو پورې ښه ترسره کونه درلوده او ۲ امتیازونه یې ترلاسه کړي. دا لوبډله د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال د اتلولۍ سرلیک له جدي مدعیانو څخه ګڼل کېږي. میوند د اباسین څپې او طوفان هریرود لوبډلو د ماتې ورکونې سره، ۶ امتیازونه ترلاسه کړي او په خپل ډلې کې تر ټولو پورته ځای لري. له دې سره چې نیمه‎پایلني پړاو ته د دې لوبډلې حضور قطعي شوی، مګر له یوې بلې بریا سره نور په دې اړه هیڅ کوم خبره او وینا نه پاته کېږي. 

شاهین آسمایي، د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۴ کال دوهم اتل، د طوفان هریرود پر وړاندې له یوې ماتې او همدارنګه د اباسین څپې پر وړاندې بریا سره ۳ امتیازونه ترلاسه کړي. د پلازمېنې استازي د اباسین څپې پر وړاندې لوبې وروسته بشپړ تمرینونه کړي. د شاهین مرستندوی روزونکی، مجتبی فیض، وویل: «نیمه‎پایلني پړاو ته د لارې موندنې لپاره موږ باید د دې میدان ګټوونکي ووسو. له نېکمرغۍ سره ځینې لوبغاړي لکه: هاشمي، سمندري او امېد، بېرته د لوبډلې ترکیب ته راغلي. » هغه همدارنګه زیاته کړه: «نوموړي ۳ لوبغاړو د افغانستان او لبنان تر منځ دوستانه سیالۍ کې د افغانستان ملي لوبډلې په ترکیب کې ځای درلود.»

دا سیالۍ په ژوندۍ بڼه د طلوع او لمر ټلویزوني شبکو، آرمان او آراکوزیا اف ام راډیوګانو او همدارنګه د افغانستان روشن غوره لیګ یوټیوب‎پاڼې (www.youtube.com/afghanpremierleague) له لارې خپرېږي. د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال د سیالیو او د دې لیګ لوبډلو په اړه لا زیاتو معلوماتو لپاره مهرباني وکړئ د (www.afghanpremierleague.com) پاڼې ته مراجعه وکړئ. 

 

د دې پاڼې شریکول