سایټ د افغانستان د غوره لیگ رسمی

د افغانستان غوره لیګ رسمی وبسایټ

Secondary menu

 
   

له فوټبال سره دمیرمنو لیوالتیا

۴ وږی, ۱۳۹۴

په تیرو څو کلونو کې د میرمنو فوټبال د پام وړ پرمختګ کړي ده او په کانادا هیواد کې د میرمنو د فوټبال نړیوال جام تر سره کیدل، د میرمنو د فوټبال یوه ښه بیلګه ده . اوس میرمني په ټوله نړۍ کې په ډیره لیوالتیا سره  د فوټبال لوبه کوي او خپله فوټبالي وړتیا، تجربې او مهارتونه نندارې ته وړاندې کوي. سره له دې چې په افغانستان کې د میرمنو په وړاندې ستونځي ډیري دي، د روشن افغانستان غوره لیګ هڅه کوي تر څو فوټبال ته په هیواد کې وده ورکړي او ځوانان وهڅوي تر څو ښووني، روغتیا او خپل راتلونکي ته لا ډیره پاملرنه وکړي.

د روشن افغانستان غوره لیګ په ۱۳۹۳ کال کې د لومړي ځل لپاره د میرمنو ټورنمنټ تر سره کړ چې دا ټورنمنټ یو بی سارې هڅه وه. په دې تاریخي ټورنمنټ کې څلورو لوبډلو له کابل، بلخ، بامیان او هرات ولایتونو څخه ګډون کړی وو. ددې ټورنمنټ په پایلوبه کې د کابل لوبډلي بامیانو ته د ۵-۱ په توپیر سره ماتې ورکړه او د روشن افغانستان غوره لیګ لومړۍ اتلولي یې تر لاسه کړه. دا لوبي د روشن افغانستان غوره لیګ د ویب سایټ له لاري او همدارنګه د ټولنیزو رسنیو له لاري تر پوښښ لاندي ونیول شوی.

سږ کال، یو ځل بیا دا ټورنمنټ د روشن افغانستان غوره لیګ لخوا په لاره اچول کیږي او د تیر کال په څیر څلور لوبډلي له یادو ولایتونو څخه په دې ټورنمنټ کې ګډون کوي. دا لوبي د تلي په ۴ نیټه پیلیږي او د تلي په ۱۰ نیټه پای ته رسیږي. دا لوبي په ژوندۍ بڼه د طلوع او لمر ټلویزیونو له لاری خپریږي. او همدارنګه دا لوبي د روشن افغانستان غوره لیګ د ویب سایټ او ټولنیزو رسنیو له لاري تر پوښښ لاندي نیول کیږي. دا لوبي د فوټبال فدراسیون په لوبغالي کې تر سره کیږي او یوازي میرمني او کورنۍ کولای شي ددي لوبو د لیدو لپاره لوبغالي ته راشي.

ددې فصل د ډله ایز پړاو ټولي لوبي د کابل په وخت دمازدیګر په ۴ بجې پیلیږي.
لوبي په ژوندۍ او ځانګړي ډول له طلوع او لمر ټلویزیونو او همدارنګه ارمان او اراکوزیا راډیوګانو څخه خپریږي. او همدارنګه کولای شي دا لوبي دافغانستان روشن غوره لیګ د یوټیوب په پاڼه هم وګورئ..www.youtube.com/afghanpremierleague

د دې پاڼې شریکول