د افغانستان غوره لیګ شپږم څپرکې ډلهییز پړاو یوې بلې هیجانوونکې سیالۍ کې، نن د ۱۳۹۶ کال د وږې په ۳۱ نېټه، د پنځم څپرکې اتلولۍ سرلیک ګټونکې لوبډله، شاهین آسمایي د افغانستان فوټبال فدراسیون کې د موجهای آمو لوبډلې پر وړاندې لوبېږي. دا د ډلهییز پړاو نهمه سیالۍ ده.
شاهین آسمایي له دې څخه وړاندې په ډلهییز پړاو کې دوې سیالۍ ترسره کړي. د سپینغر بازان پر وړاندې لومړۍ کتنې کې یادې لوبډلې د ۴ – ۳ پایلې سره خپل سیال ته ماتې ورکړه؛ مګر په دوهمې کتنې کې، د عقابان هندوکش لوبډلې د ۲ – ۰ پایلې سره د شاهین له تالندې څخه تېره شوه.
تر اوسه پورې په «الف» ډلې کې ټولو څلورو لوبډلو، شاهین آسمایي، موجهای آمو، د سپینغر بازان او همدارنګه عقابان هندوکش درې امتیازونه په خپل نامه ثبت کړي. خو نیمهپایلني پړاو ته د رسېدو لپاره د نن ورځې د لوبې پایله د شاهین آسمایي لپاره ډېره ارزښمنه ده.
د شاهین آسمایي روزونکي، مجتبی فیض وویل: «دا د شاهین آسمایي لپاره یوه ګرانه ورځ ده. موږ د خپل دفاعي کرښې د کمزورتیاوو له منځه وړنې لپاره او همدارنګه د خپل بریدکوونکي ځواک د ودې لپاره په جدي توګه هڅه کړې. په دې سیالۍ کې د شاهین آسمایي پلویان به د ګڼشمېر بدلونونو شاهد وي او موږ خپل ټولو مینهوالو ته ډاډ ورکوو چې په هیڅه توګه بهد خپلې لوبډلې څخه رنځور نهشي.»
بلې خوا ته، د موجهای آمو لوبډلې د عقابان هندوکش پر وړاندې په لومړۍ کتنې کې خپله دفاعي کرښه په دوامداره توګه پیاوړې وساتل او په پای کې یې د ۱ – ۰ پایلې سره خپل سیال ته ماتې ورکړه. که څه هم، په دوهمې کتنې کې یې د ۱ – ۰ پایلې سره د سپینغر بازان لوبډلې څخه ماتې وخوړل.
د آمو لوبډلې روزونکي، طاهر منوري وویل: «آمو لوبډله په بشپړه توګه چمتو ده چې دې څپرکې کې لا پر مخ ولاړه شي او په ځانګړې توګه اوسنۍ سیالۍ کې د شاهین آسمایي پر وړاندې لوبېدنې لپاره موږ ښه چمتو یو. موږ په دې ډګر کې نه ناکامه کېږو او د ټولو فرصتونو څخه په بشپړه توګه ګټه پورته کوو. د آمو روزونکو د ټولو لوبغاړو کمزورتیاوې ارزولي او اړین ګامونه یې په پام کې نیولي.»
دا سیالۍ په ژوندۍ بڼه د طلوع او لمر ټلویزونونو، همدارنګه د آرمان او آراکوزیا اف ام راډیوګانو له لارې خپرېږي. تاسو کولای شئ په آنلاین توګه دا سیالۍ د افغانستان غوره لیګ رسمي یوټیوب پاڼې څخه هم تعقیب کړئ. د دې سیالیو د غوره شېبو کلیپونو نندارې لپاره د غوره لیګ یوټیوب پاڼې (www.youtube.com/afghanpremierleague) کې ګډون وکړئ. د خپل په زړهپورې لوبډلې د تازه انځورونو نندارې لپاره (Afghanpremierleague.official) اېنسټاګرام پاڼه لایک کړئ.
د راتلونکي پېښو په اړه لا زیاتو معلوماتو لپاره د غوره لیګ وېبپاڼې (www.afghanpremierleague.com) ته مراجعه وکړئ.