سایټ د افغانستان د غوره لیگ رسمی

د افغانستان غوره لیګ رسمی وبسایټ

Secondary menu

 
   

موج های آمو او شاهین آسمایی، پایلوبې ته د تګ لپاره د دوهم ځل لپاره له یو بل سره مخامخ کیږي

۷ تله, ۱۳۹۴

د کابل طلایی اغوستونکي یو ځل بیا د افغانستان روشن غوره لیګ پایلوبې ته د تګ لپاره له موج های آمو لوبډلې سره لوبه تر سره کوي.

په تیره لوبه کې چې همدا اونۍ تر سره شوه، د شاهین آسمايي لوبډله وتوانیده چې د ۳-۲ په پایلې سره موج های آمو ته ماتې ورکړي.

په تیره لوبه کې شاهین اسمايي په ښکاره ډول له کامیابو لوبډلو څخه وه خو په لومړۍ نیمايي کې د مسعود قاریزاده ګول او په دوهمه نیمايي کې بیا د قسمت احمدي ګول موج های آمو ته نوې هیلې را وټوکولې. موج های آمو د لوبې تر پایه خپلو هڅو ته ا دامه ورکړه او تر پایه يي د بریا چانسونه لیدل کیدل.

په ننۍ لوبه کې آمو یو ځل بیا خپل بخت ازمويي او که وکولای شي چې دا لوبه وګټي نو مخامخ د افغانستان روشن غوره لیګ پایلوبې ته لار پیدا کوي، خو تنها د لوبې ګټل مهم نه دي؛ آمو باید د دوه مثبتو ګولونو په توپیر سره دا لوبه وګټي تر څو په دې بریالۍ شي چې د افغانستان روشن غوره لیګ پایلوبې ته د خپل تګ خوبونه رښتیا کړي. دا کار به د شاهین غوندي غښتلې لوبډلې لپاره اسانه کار نه وي خو لکه څنګه چې موج های آمو په خپلو لوبو سره ټول حیران کړي دي، کیدای شي نن یو ځل بیا ټول هک پک کړي!

په ننۍ لوبه کې به پایلوبې ته د تلونکې لوبډلې برخلیک معلوم شي نو د دې په زړه پوري لوبې کتل مه هیروئ!

د افغانستان روشن غوره لیګ د دې پړاو ټولې لوبي د ماسپښین په ۳ بجو پیل کیږي. ټولې لوبې د لمر او طلوع تلویزیونونو او همدارنګه د آرمان او آراکوزیا اف ایم راډیوګانو له لارې کتلای او اوریدلای شئ. د لوبو د مهمو خبرونو او مطالبو د کتلو لپاره زموږ د ټولنیزو رسنیو پاڼو او همدارنګه زموږ رسمي انټرنټي پاڼې ته سر ورښکاره کړئ: (www.afghanpremierleague.com)

د دې پاڼې شریکول