سایټ د افغانستان د غوره لیگ رسمی

د افغانستان غوره لیګ رسمی وبسایټ

Secondary menu

 
   

موج های آمو د سیمرغ البرز څخه ماته وخوړه او د سیاليو د لړ څخه بهر شول

۱۷ وږی, ۱۳۹۸

د افغانستان غوره لیګ اتم فصل د ډله‌يیز پړاو په یوولسمه سیالۍ کې، د سیمرغ البرز پیاوړې لوبډلې موج های آمو لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیاليو د لړ څخه یي بهر کړ.

د سیمرغ البرز لوبډله په داسې حال کې موج های آمو لوبډلې سره مخ شوه چې خپله لومړۍ سیالۍ د طوفان هریرود پروړاندې د ۱-۰ په توپیر بایللې  او دویمه سیالۍ یي د میوند اتلان له لوبډلې څخه ګټلې ده او له بلې خوا، موج های آمو لوبډلې خپل لومړۍ سیالۍ د میوند اتلانو سره برابره کړي او دویمه سیالۍ یې د طوفان هریرود پروړاندې د ۲-۳ په توپیر بایللې ده.

دغه سیالۍ تر دې دمه د افغانستان غوره لیګ د اتم څپرکې تر ټولو حساسه او زړه راښکونکې سیالۍ وه، ځکه بریالې ټیم به راتلونکې پړاو ته لاره پیدا کوله.

لومړۍ نیمه د سیمرغ البرز لخوا ډېر په پیاوړتیا پیل شو او ډېر ژر، د سیالۍ په ۱۰ مه دقیقه کې د نعمت الله کریمی له  لوري د ښکلي ګول سره ۱-۰ مخکښ شول. موج های آمو لوبډلې، چې تېر کال په پرتله په لوړ کیفیت یی لوبه وړاندې کړه او د سږ کال یو له پیاوړو لوبډلو څخه ځان ور وپېژندو، ونه شو کولای په لومړۍ نیمه کې ګول ترسره کړې او لږ تر لږه لومړۍ نیمه مساوي پای ته ورسوي. لومړۍ نیمه د ۱-۰ توپیر سره د سیمرغ البرز لوبډلې په ګټه پای ته ورسېد.

د موج های آمو لوبډلې، دوهمه نیمه یې د لومړۍ نیمې په پرتله ډېر ښه پیل کړه، د لوبې بشپړ کنټرول یی ترلاسه کړې وه، دوی وتوانېدل د سیمرغ البرز پر ګول جدي خطرونه رامېنځته  کړي، مګر د ګول په وهلو کې پاتې راغلل. سیمرغ البرز په ټوله ييزه ټوکه دفاعي لوبه وکړه او د برید کوشش یې ونکړ، او په پای که بریالي هم شول چې د لوبې پای ۱-۰ خوندي کړي.

یو په زړه پوري سیالۍ د سیمرغ البرز په ګټه د ۱-۰ په توپیر پای ته ورسېده او حسن کوشاني، د سیمرغ البرز لوبډلې ګول ساتونکی د سیالۍ غوره لوبغاړي په توګه وپېژندل شو.

دغه سیالۍ په ژوندۍ بڼه د طلوع او لمر ټلویزونونو، او همدارنګه د آرمان اف ام او آراکوزیا راډیوګانو له لارې خپور شو. تاسې کولای شئ د اتم څپرکې سیالۍ په افغانستان غوره لیګ رسمي فیسبوک پاڼې کي په ژوندۍ بڼه وګورئ. همدارنګه تاسو کولای شئ د خپل د خوښي لوبغاړو او لوبډلو په زړه پوري انځورونه د لیګ اېنسټاګرام پاڼې (www.instagram.com/afghanpremierleague.official/)  کې ننداره کړئ. د لازیاتو معلوماتو لپاره مهرباني وکړئ د افغانستان غوره لیګ وېب‎پاڼې (www.afghanpremierleague.com) ته مراجعه وکړئ.

 

د دې پاڼې شریکول