سایټ د افغانستان د غوره لیگ رسمی

د افغانستان غوره لیګ رسمی وبسایټ

Secondary menu

 
   

نیمه‎پایلني پړاو ته د رسېدني لپاره د موج‎های آمو هلې‎ځلې

۱۷ وږی, ۱۳۹۵

د «موج‎های آمو» او «سیمرغ البرز» سیالۍ نن، د ۱۳۹۵ کال د وږې ۱۷ نېټه، د افغانستان فوټبال فډراسیون په لوبغالې کې په لاره اچول کېږي. دا د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال اووهمه سیالۍ ده چې په دریمې اونۍ کې ترسره کېږي.

سیمرغ البرز خپل د غوره لوبې سربېره، د ۲ – ۲ پایلې سره د سپین‎غر بازان پر وړاندې ودرېدل. فیاض عزیزي، د سیمرغ بریدکوونکی، د هغې لوبې لومړی ګول ترسره کړ. همدارنګه، سیمرغ البرز د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۳ کال د اتلولۍ سرلیک هم په خپل کارنامو کې ثبت کړی.

امان فیضي، د سیمرغ البرز لوبډلې مدیر وایي: «موږ د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال سیالیو د اتلولۍ په اړه هیله‎من یو. د دوهم، دریم او څلورم څپرکو ټوله ستوري زموږ د لوبډلې په ترکیب کې شتون لري او په دې څپرکې کې دا د سیمرغ یوه غوره ځانګړتیا ګڼل کېږي. هغوی زیاته کړه: پرته له شکه، د نن ورځې سیالۍ ګټونکي موږ یو.»

د میدان بلې خوا ته، د پنځم څپرکې لومړي اونۍ کې موج‎های آمو د عقابان هندوکش پر وړاندې له خپل بریا سره، خپل مینه‎وال ډېر زیات پارولي. لعل‎پاچا تره‎خیل له خپل غوره ګول سره وکولای شو موج‎های آمو بریا ته ورسوي. هدایت الله احمدي، د موج‎های آمو کپټان وایي: «نیمه‎پایلني پړاو ته د رسېدنې لپاره موږ باید د نن ورځې سیالۍ په خپل ګټه پای ته ورسوو. زموږ لوبډلې خپل د لومړۍ سیالۍ ټولې نیمګړتیاوې بشپړې کړي او ټاکل شوې چې دې سیالۍ کې د پشپړې چمتووالې سره ښکاره شو.»

دا سیالۍ په ژوندۍ بڼه د طلوع او لمر ټلویزوني شبکو، آرمان او آراکوزیا اف ام راډیوګانو او همدارنګه د افغانستان روشن غوره لیګ یوټیوب‎پاڼې (www.youtube.com/afghanpremierleague) له لارې خپرېږي. د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال د سیالیو او د دې لیګ لوبډلو په اړه لا زیاتو معلوماتو لپاره مهرباني وکړئ د (www.afghanpremierleague.com) پاڼې ته مراجعه وکړئ.

د دې پاڼې شریکول