سایټ د افغانستان د غوره لیگ رسمی

د افغانستان غوره لیګ رسمی وبسایټ

Secondary menu

 
   

هیښوونکي بازان په پایلوبه کې له شاهین آسمايي سره مخامخ کیږي

۱۰ تله, ۱۳۹۴

شاهین آسمایی د افغانستان روشن غوره لیګ په پایلوبه کې د سپین غر بازانو له لوبډلې سره مخامخ کیږي. دا لوبه نن ماسپښین ۳ بجې د افغانستان د فوټبال فدراسیون په لوبغالي کې تر سره کیږي.

شاهین آسمایی د افغانستان روشن غوره لیګ د دوو پړاوونو اتله لوبډله ده خو له بلې خوا بیا د سپین غر بازانو په لومړي ځل پایلوبې ته په لاره پیدا کولو سره تاریخ جوړ کړی دی.

شاهین د دوو بریاوو او یوي ماتي په لرلو سره د طوفان هریرود، د میوند اتلان او سیمرغ البرز له ډلې څخه نیمه پایلوبو ته لاره پیدا کړه. په نیمه پایلوبو کې شاهین وکولای شول د ۴-۳ په مجموعي پایلې سره موج های آمو ته ماتې ورکړي او په دې سره ننۍ پایلوبې ته لاره پیدا کړي.

د سپین غر بازانو په ګروپي لوبو کې له عقابان هندوکش، موج های آمو او د اباسین څپې له لوبډلو سره مخامخ شوه چې په پایله کې دوی وکولای شول د دوو بریاوو او یوې ماتې په خپلولو سره نیمه پایلوبو ته لاره پیدا کړي. په نیمه پایلوبو کې د سپین غر لوبډله له میوند اتلانو سره مخامخ شوه چې بالاخره په ښکلې لوبې سره دوی وکولای شول د پینالټي د شوټونو په مرحله کې اتلانو ته د ۴-۲ په پایلې سره ماتې ورکړي. په دې لوبه کې د بازانو دروازه ساتونکي ذوهیب اصیل ډیره ښکلي لوبه تر سره کړه او له بازانو سره يي مرسته وکړه تر څو اتلانو ته ماتې ورکړي.

بازان په ننۍ لوبه کې د لوبې له نسبتاً آسانه ډلو څخه ده. دوی په لومړي پړوا سیالیو په نیمه پایلوبه کې له طوفان هریرود څخه ۱۰-۰ ماتې وخوړه. په دوهم پړاو کې وی نیمه پایلوبو ته لاره پیدا نه شوه کړای. تیر کال دوی د دریم مقام لپاره اتلان مات کړل خو سږ کال بیا دوی خپل بهترین فوټبال نندارې ته  وړاندي کړی ده او په خپلو لوبو سره يي ټول هک پک کړي دي.

د پایلوبې کتل له طلوع او لمر تلویزیونونو او همدارنګه آرمان او آراکوزیا اف ایم راډیوګانو څخه مه هیروئ.
د وروستیو خبرونو د تر لاسه کولو لپاره زموږ ټولنیزې پاڼۍ او همدارنګه زموږ رسمي پاڼې تعقیب کړئ. (www.afghanpremierleague.com)

د دې پاڼې شریکول