سایټ د افغانستان د غوره لیگ رسمی

د افغانستان غوره لیګ رسمی وبسایټ

Secondary menu

 
   

ځوانه او غښتلې امو به له سپین غر بازانو سره مخامخ شي

۱۱ وږی, ۱۳۹۴

په تیرو دریو کلونو کې د دواړو لوبډلو دوهمه لوبه ده چې د یو بل په وړاندي يې تر سره کوي. په ۱۳۹۲ کال کې دواړه لوبډلې په ګروپي لوبو کې له یو بل سره مخامخ شوې وي چې په پای کې سپین غر ۲-۱ په پایلې سره آمو ته ماتې ورکړې وه.

که څه هم آمو په تیرو کلونو کې د شاهین او سیمرغ په څیر تکړه لوبډلو ته ماتې ورکړې ده خو بیا هم هیڅکله په دې نه دي بریالي شوي تر څو د سیالیو دوهم پړاو ته لاره پیدا کړي.

د آمو د لوبډلې مرستیال روزنکې طاهر منوري د افغانستان د غوره لیګ روشن له رسمي پاڼې سره په خبرو کې وویل چې "موږ د تیرو کلو په پرتله ځوانه او غښتلې لوبډله لرو. موږ د اتو نویو لوبغاړو په په جلبولو سره هیله مند یو سږ کال ښې سیالۍ نندارې ته وړاندي کړو".

د سپین غر بازانو تیر کال د ۵-۴ په پایلې سره د میوند اتلانو ته ماتې ورکړه او دریم دریځ یی خپل کړ. په ۱۳۹۲ کال کې بیا دوی ونه شو کولی چې نیمه پایلوبو ته لاره پیدا کړي. په لومړي فصل کې هم د دوی بخت خراب وو او له طوفان هریرود سره په مخامخ کیدو کې یې ۰-۱۰ سخته ماتې وخوړه.

د سپین غر بازانو له فراه ولایت او شاهین آسمايي لوبډلې څخه د څو نویو لوبغاړو په راوستو سره سږ کال په ښه حالت کې ده. غلام حضرت نیازی او زکریا عزیزي دوه هغه لوبغاړي دي چې تیر کال يي په شاهین آسمايي کې لوبه کوله خو سږ کال بیا د سپین غر بازانو لوبډلې خپل ځان ته جذب کړي دي.

شاهد الله وفا د سپین غر بازانو د لوبډلي مدیر له پاڼي سره په خبرو کې وویل چې "موږ د څو نویو لوبغاړو په راوستلو سره چې له فراه ولایت څخه راغلي دي او همدارنګه څو نور لوبغاړي چې له شاهین آسمايي څخه راغلي دي، د خپلې بریا چانس ډیر کړی ده". ده زیاته کړه چې ددې لوبغاړو په زیاتوني سره به ټیم وکولای شي چې دوهم پړاو ته لار پیدا کړي.

د سږ کال د ګروپي مرحلې ټولي لوبې به د ماسپښین په څلور بجو پیل کیږي. دا لوبي به په ژوندۍ بڼه د طلوع او لمر تلویزیونو او همدارنګه د آرمان او آراکوزیا اف ام رادیوګانو له لاري د لیدلو او اوریدلو وړ وي.

تاسو همدارنګه کولای شي د لاندي لینک په مرسته په یوټیوب باندي دا لوبې وګورئ:

www.youtube.com/afghanpremierleague

د دې پاڼې شریکول