سایټ د افغانستان د غوره لیگ رسمی

د افغانستان غوره لیګ رسمی وبسایټ

Secondary menu

 
   

کابل د بلخ په ماتولو سره د ۱۳۹۴ کال د ښځو د ټورنمنټ اتلولي وګټله

۱۰ تله, ۱۳۹۴

د افغانستان روشن غوره لیګ د ښځو د ټورنمنټ پایلوبه نن د بلخ او کابل لوبډلو تر منځ په داسي حال کې پیل شوه چې دواړو لوبډلو په لومړیو شیبو کې په دفاعي انداز لوبه کوله خو دکابل مدینه عزیزي ډیر وخت ضایع نه کړ او په ۱۶ دقیقه کې يي وکولای شول چې د خپلې لوبډلې لپاره لومړنی ګول تر سره کړي.
د بلخ لوبډلې چې نه يي غوښتل د بامیانو اشتباهات یو ځل بیا تکرار کړي، په ننۍ لوبه کې يي د کابل په وړاندي خپله دفاعي لیکه نوره هم قوي کړه تر څو د کابل تکړه بریدګرې مدینه او نیلاب ونشي کولای د خپلې لوبډلې په ګټه د ګول وهني ډیری فرصتونه برابر کړي.
لومړۍ نیمايي د ۱-۰ په حیرانوونکې پایلې سره د کابل په ګټه پای ته ورسیده خو د بلخ لوبډلې دفاعي کرښه بیا هم په دې وتوانیده چې په ښه ډول د کابل د غښتلې حملې مخه ونیسي. د دوو نیمايي تر منځ په وقفه کې د افغانستان مشهوره سندرغاړې آرزو نیکبین په لوبغالي کې ښکلي اجرا تر سره کړه او مینه والو هم په شور او زوږ سره د دې دا اجرا ورسره بدرګه کړه.
میباشد!
له دوهمي نیمایی څخه د دوو دقیقو په تیریدلو سره مدینه عزیزي یو ځل بیا وکولای شول چې د کابل مخکیوالی نور هم ډیر کړي. په دې ګول سره کابل د ۲-۰ په پایلې سره مخکیوالی تر لاسه کړ.
بلخ خپلې ښکلې دفاعي لوبې ته ادامه ورکړه، په ځانګړي ډول د بلخ دروازه ساتونکې  ریحانه امیري او د دوی ښکلي دفاعي لیکي شبانه احمدي او مژده رباني د کابل ډیری حملې دفع کړې.
د لوبې په ۴۱ مه دقیقه کې فرشته شیخ میري وکولای شول چې د یوې آزادې ضربې په واسطه دریم ګول هم تر سره کړي. همدارنګه د لوبې په ۶۳ مه دقیقه کې مونا امیري وکولای شول د لوبې څلورم ګول هم د کابل په ګټه تر سره کړي.
د لوبې په پای کې کابل وکولای شول د ۴-۰ په پایلې سره بلخ ته ماتې ورکړي او په دې سره د دوهم ځل لپاره د افغانستان روشن غوره لیګ د ښځو د ټورنمنټ اتله پاتې شي!
د کابل د لوبډلې ټولو مینه والو ته مبارکي وایو! کابل د افغانستان روشن غوره لیګ د ښځو د ټورنمنټ د ۱۳۹۴ کال اتله لوبډله ده!

د دې پاڼې شریکول