سایټ د افغانستان د غوره لیگ رسمی

د افغانستان غوره لیګ رسمی وبسایټ

Secondary menu

 
   

یوه اړینه لوبه: آیا آمو کولای شي پایلني پړاو ته لاره ومومي؟

۵ تله, ۱۳۹۵

نن، د ۱۳۹۵ کال د تلې ۵ نېټه، د افغانستان فوټبال فډراسیون په لوبغالې کې د «موج‎های آمو» او «د میوند اتلان» لوبډلو تر منځ یوه هیجانوونکې سیالۍ په لاره اچول کېږي. دا لوبه، د نیمه‎پایلني پړاو دوهمه راتګ لوبه ده چې د له غرمې نه وروسته په ۰۲:۳۰ بجو خپرېږي. 

په تګ لوبې کې چې د موج‎های آمو په کور‎به‎توب ترسره شوه، سربېره پر دې چې لومړی ګول موج‎های آمو ترسره کړ خو بیا هم په پای کې د میوند اتلان وکولای شو د ۳ – ۲ پایلې سره موج‎های آمو ته ماتې ورکړي. مګر نن د میوند پر وړاندې یو بل څپرکی پروت دی، څرنګه چې دواړې لوبډلې د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال پایلني پړاو کې د ګډون چانس لري. 

همدارنګه، پرون شاهین آسمایي وکولای شو د ۶ ګولونو توپیر سره د افغانستان روشن غوره لیګ پایلني پړاو ته لاره ومومي. 

عتیق الله شیرزاد، د موج‎های آمو مدافع وایي: «موږ په تګ لوبې کې خپل کمزروي ټکي په ښه توګه ارزولي او د نن ورځې سیالۍ لپاره بشپړې چمتووالې لرو. نن به زموږ د دفاعي کرښې تلن‎لاره ډېره غوره وي او د لا زیات پاملرنې او هماهنګۍ سره ولوبېږو. پرته له شکه، موږ په دې میدان کې او همدارنګه په ټوله‎ییزه توګه د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال د اتلولۍ سرلیک ګټنې لپاره ډېر هیله‎من یو.» 

تېر کال، د میوند اتلان په خپل وروستۍ سیالۍ کې د موج‎های آمو لوبډلې پر وړاندې بریا سره وکولای شو د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۴ دریم مقام خپل کړي. د سهیل لوېدیځ حوزې استازي د خپل تېر کال اتلولۍ د تکرار لپاره په اوسني څپرکې کې خپل مهارتونه او وړتیاوې لا زیاتې کړي. 

د دې لپاره چې آمو وکولای شي پایلني پړاو ته لاره ومومي، باید د نن ورځې سیالۍ د ۲ ګولونو توپیر سره وګټي، که نه نو، هغوی باید د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال دریم مقام ګټنې لپاره د سیمرغ البرز سره ولوبېږي. 

د دې سیالۍ ننداره له لاسه مه ورکوئ! دا سیالۍ په ژوندۍ بڼه د طلوع او لمر ټلویزوني شبکو، آرمان او آراکوزیا اف ام راډیوګانو او همدارنګه د افغانستان روشن غوره لیګ یوټیوب‎پاڼې (www.youtube.com/afghanpremierleague) له لارې خپرېږي. د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال د سیالیو او د دې لیګ لوبډلو په اړه لا زیاتو معلوماتو لپاره مهرباني وکړئ د (www.afghanpremierleague.com) پاڼې ته مراجعه وکړئ. 

 

د دې پاڼې شریکول