که له ۱۲ څخه تر ۱۵ کلونو پورې عمر لری او د فوټبال مینهوال یاست، د افغانستان غوره لیګ تاسو ته یو هیجانوونکی فرصت برابر کړی تر څو وکولای شی د دبی ښار یو له تر ټولو غوره او نامتو فوټبال کلبونو کې د دوو اونیو لپاره د فوټبال زدهکړې ترسره کړی!
د دې سفر په لړ کې تاسو د نړیواله او سترو روزونکو تر څارنې لاندې، په مسلکي توګه فوټبال لوبېدنه زده کولای شئ.
دا سیالۍ په ۳ پړاوونو کې ترسره کېږي، هیله کېږي په یاد وساتئ چې باید د دې آزموینو په ټولو پړاوونو کې بریالي شی تر څو وکولای شی د دې سیالیو طلایي فرصت ترلاسه کړی:
لومړی پړاو: د ګډون فورم پوښتنې (د چنګاښ له ۱۰ نېټې څخه د زمري تر ۲۵)
مهرباني وکړئ یوه مقاله ولیکئ او یا داسې نور هنري کارونه مو زموږ سره شریک کړئ، لکه:
۱ – شعر
۲ – سندره
۳ – رپ
۴ – لنډه ویډیو
موضوع باید په دې اړه وي چې «ورزش په افغانستان کې د تاوترېخوالې او افراطي چلند پر وړاندې د جګړې او د ملي یووالې د ټینګښت لپاره څه رول ادا کوي؟»
دوهم پړاو: فوټبالي مهارتونه – لومړې آزموینه (د چنګاښ له ۳۱ نېټې څخه د زمري تر ۹)
دریم پړاو: فوټبالي مهارتونه – دوهمه آزموینه (د زمري ۲۶ نېټې څخه د تلې تر ۲۲ نېټې په لړ کې)
د پام وړ ټکې:
1.په دې سیالیو کې د ګډون لپاره، باید له ۱۲ څخه ۱۵ کلونو پورې عمر ولری او د فوټبال اساسي مهارتونو څخه برخهمن ووسئ.
2.د ګډون فورم باید د خپل (نوم، عمر، استوګنځي او ښوونځي) ذکر سره په بشپړه توګه ډک کړی، فورم د دې پاڼې لاندې برخې کې د لاسرسۍ وړ دی.
3.د افغانستان غوره لیګ د ټولو ټاکل شوي ګډونوالو سره اړیکه نیسي ترڅو په آزموینو کې د ګډون لپاره حاضر شي.
موږ هیلهمن یو تر څو د دې آزموینې له لارې ځوانان وکولای شي د پوهنې، صحت، او د خپل راتلونکې په ارزښت پوه شي. په ځانګړې توګه، دا سیالۍ د ورزش له لارې د تاوترېخوالې او افراطي چلند پر وړاندې جګړې ته وده ورکوي او هڅه کوي تر څو ځوانان د پوهنې او ورزش په ارزښت پوه شي. د دې موخې په ترڅ کې، موږ د هغو ارزښتونو ودې لپاره هلېځلې کوو چې په عین وخت کې هم د ماشومانو د ټولنیز شخصیت د ودې لامل کېږي او هم د هغو فوټبالي مهارتونو ته وده ورکوي.