سایټ د افغانستان د غوره لیگ رسمی

د افغانستان غوره لیګ رسمی وبسایټ

Secondary menu

 
   

پوځي اکاډمي

۳ تله, ۱۳۹۳

پوځي اکاډمي په خپل لوی او پراخ کمپ کې د افغانستان روشن غوره لیګ د یو شمېر لوبغاړو کوربه وو. قوماندان د یو پوځي استایل سره لوبغاړو ته ښه راغلاست ووېل. هغوی د امکاناتو، درسي ټولګیو، د تمرین صالونونو، او سرپوښلو ورزشي ځایونو څخه لیدنه وکړه. د پوځي اکاډمۍ د ټیمونو او د لیګ د لوبغاړو تر منځ یوه دوستانه لوبه هم په لاره واچول شوه. د لوبغاړو د غوښتنې پر بنسټ، سرتېرو خپل منظم مارش تمرین هغوی ته ښکاره کړ. لوبغاړي په وروستیو کلونو کې د افغانستان د ملي اردو د پرمختګونو د لیدو څخه خوښ ول.

د دې پاڼې شریکول