سایټ د افغانستان د غوره لیگ رسمی

د افغانستان غوره لیګ رسمی وبسایټ

Secondary menu

 
   

فرهاد طوطاخیل – د افغانستان روشن غوره لیګ زما په څېر لوبغاړو ته، د بیان آزادي بښي

۱۹ لړم, ۱۳۹۳

په ۱۳۹۳ کال کې، د فرهاد طوطاخیل ټیم د شاهین آسمايي ټیم تر ټولو سخت سیال وو. عقابان هندوکش، د اتلولۍ مقام مدافع ته یې د عادي څپرکي په لړ کې په ډله ییزو سیالیو کې ماته ورکړه او د ۱۳۹۳ کال سیالیو په اضافه وخت کې یې د یو ګول په توپیر سره یعنې ۳ – ۲ لوبه وبایلله.

د لوبې د پای څخه وروسته، طوطاخیل د یوې مرکې په ترڅ کې زیاته کړه چې د هغه ټیم یوازې په اتلولۍ فکر کوي: " مونږ د لوبې لپاره یوازې یوه ساده استراتېژي درلوده، غوره دفاع او د برید په وخت کې د فرصتونو څخه ګټه اخیستنه. مونږ د خپلې خپرونې په پلې کونې کې بریالي وو او ډېری د ډګر بریالي هم کېدو."

فرهاد د ډګر دننه او دباندې د لوی شخصیت په درلودو سره ډېر شهرت لري. هغه د لیګ یوازینی لوبغاړی دی چې خپل ټیم ته وفا داري د جامو په څېر د خپلو وېښتانو په رنګولو، ښيي. د تلې په ۳ نېټه د میوند اتلان په وړاندې لوبه کې د یو ګول د ترسره کولو څخه وروسته، طوطاخیل د سلام کولو او د افغانستان فوټبال فدراسیون رییس کرام الدین کریم د خیر دعا د اخیستو لپاره، د ډګر څلورو خوا ته وځغاست او د افغانستان فدراسیون په سټدیوم کې د ډېر غوره کسانو د ځای له مخې، تېر شو.

ارغواني وېښتان او نور هېڅ.

د افغانستان روشن غوره لیګ د ټولنیزې رسنۍ د کمپاین په لړ کې په یوې بلې پېښې کې، ۲۱ لوبغاړي ( په چانسي توګه) وټاکل شول او هغوي ته هوښیار ټیلیفونونه ورکړل شول تر څو د فیسبوک او ټویټر له لارې، د خپل شخصي ژوند یوه برخه د خپلو مینه والو سره شریکه کړي. فرهاد له دې څخه چې ونه ټاکل شو، خوښ نه وو. هغه د خواشینې څېرې او بې عاطفې لیدو سره ووېل: " که تاسو غواړئ دا کمپاین بریالی شي، نو یو ټیلیفون باید ماته هم راکړئ." هغه ځانګړۍ کس دی ځکه چې نور کسان قانع کوي او پرته له دې غوره توپ هغه هیڅ دی.

کله چې طالبانو افغانستان په خپل واک کې ونیوه، طوطاخیل کوچنۍ هلک وو. په هغې وخت کې، څنګه چې هغه غوښته ځان ښکاره کړي، سخت منع وو. کله چې ما له هغه نه د بدلون او دا چې د افغانستان روشن غوره لیګ د هغه سره څه مرسته کړې په اړه پوښتنه وکړه، د هغه ځواب د یوې لوړې آه سره مل وو: " د افغانستان روشن غوره لیګ په افغانستان کې د فوټبال بنسټ او اساس دی. د افغانستان روشن غوره لیګ زما په څېر لوبغاړو ته د بیان آزادي بښي. د افغانستان روشن غوره لیګ څخه مخکې، زه او زما نور هم ټیمیان یوازې ملګرو او خپلوانو پېژندل. اوس د افغانستان ټول خلک مونږ پېژني. دا ټول د افغانستان روشن غوره لیګ له کبله دي او زه ډېره مننه کوم."

د دې پاڼې شریکول