سایټ د افغانستان د غوره لیگ رسمی

د افغانستان غوره لیګ رسمی وبسایټ

Secondary menu

 
   

سید باقر باور لري چې د «میوند» لوبډله په پرانېسته لوبه کې د «شاهین» لوبډلې ته ماته ورکوي

۲۴ کب, ۱۳۹۳

د میوند اتلانو د لوبډلې کپټان سید باقر، د ۱۳۹۴ افغانستان روشن غوره لیګ نوروزي ټورنمنټ یو د ۴ ګډون‏کوونکو لوبډلو څخه دی. دا ټورنمنټ د ۱۳۹۳ د کب په ۲۴ ورځ پیلیږي او پایلوبه یې د ۱۳۹۴ د وري په ۱ نېټه ( د نوي کال ورځ) په لاره اچول کیږي. د «اتلانو» لوبډله د ۱۳۹۳ د کب په ۲۴ ورځ د ماسپښین په ۰۲:۳۰ بجو په پرانېسته لوبه کې د «شاهین»- د افغانستان روشن غوره لیګ د اتلولۍ د عنوان دفاع‏کوونکې- لوبډلې پروړاندې ډګر ته کوزېږي. دا لوبه په ژوندۍ بڼه د ننګرهار، جلال‏آباد ښار کې د افغانستان د فوټبال فډراسیون د اسټډیوم څخه خپریږي.

«د میوند اتلانو» لوبډله په تیر څپرکي کې د «شاهین آسمایي»، «عقابان هندوکش» او «د سپین غر بازانو» د لوبډلو څخه وروسته، څلورم ځای خپل کړ. باقر او لوبډلیز ملګرو یې د ۱۳۹۴ افغانستان روشن غوره لیګ جام ته سترګې پټې کړي دي، خو مخکې له هغه باید خلکو ته څرګنده کړي چې کولای شي د اتلولۍ د عنوان دفاع‏کوونکي ته ماته ورکړي.»

«دا زموږ لپاره یو لوی چلنج دی چې د ۱۳۹۴ افغانستان روشن غوره لیګ د نوروزي ټورنمنټ په پرانېسته لوبه کې د «شاهین» لوبډلې پر وړاندې لوبېږو. په دې لوبه کې موږ آزمویل کېږو او دا آزمېښت موږ په اوړي کې د اصلي ټورنمنټ لپاره چمتو کوي. له هغو ټولو تمریناتو او چمتووالي سره چې ترسره کړي مو دي، زه په دې باور یم چې کولای شو د «شاهین اسمایي» لوبډلې ته ماته ورکړو، او دا خپله په اصلي لوبو کې زموږ د زړورتوب د زیاتوالي لامل ګرځي.»

د دې پاڼې شریکول