سایټ د افغانستان د غوره لیگ رسمی

د افغانستان غوره لیګ رسمی وبسایټ

 
   

د اسپین غر بازان نيم نښتي كورو د شميرو فاينلونو

۵ تله, ۱۳۹۱

درشن افغانستان دغوره لیګ د دویم پړاو لومړی سیالۍ د سپین غربازانو لوبډلې ترلاسه کړه

ننی سیالي چې د روشن افغانستان غوره لیګ د دویمې اونئ  لومړی سیالي وه  له کابله د شاهین آسمایي او د ختیځ زون څخه د سپین غر بازانو د ټیمونو ترمنځ د افغانستان د فوټبال فدراسیون په لوبغالي کې ترسره شوه ؛ په پایله کې لوبه یو دصفر پر وړاندې د سپین غربازانو په ګټه پای ته ورسیده

دغه سیالي چې نن له غرمې وروسته په ۳:۳۰ بجو  د زرګونونندارچیانو

 پر وړاندې تر سره شوه ، نسبت نورو تیرو سیالوته سړه وه چې یواځې په څلور پنځوسمه دقیقه کې د سپین غر بازانو لخوا ګول ترسره شو او لوبه د نوموړي تیم په ګټه پای ته ورسیده

په دغه سیالۍ کې د شاهین آسمایې ټیم څخه  مصطفی هاشمي د غوره لوبغاړی په حیث غوره شو ، خو د سپین غر بازانو د لوبډلې روزونکي د خپلې لوبډلې د ګول کیپر کړنې ستایلې

دا په داسې حال کې ده چه د سپین غر بازانو ټیم د اباسین څپې لوبډلې پر وړاندې هم د یو ګول په ترسره کولو سره لوبه ګټلې وه او د شاهین آسمایې لوبډلې هم په تیرو سیالیو کې له سویل لویدیځه د میوند اتلان لوبډلې پر وړاندې هم پاتې راغلې وه

د دې پاڼې شریکول