سایټ د افغانستان د غوره لیگ رسمی

د افغانستان غوره لیګ رسمی وبسایټ

 
   

د میوند اتلانو لوبډله د افغانستان غوره لیګ د دویمې اونۍ د دریمې ورځې اتله هم شوه

۶ تله, ۱۳۹۱

د افغانستان غوره لیګ د دوهمې اونۍ د درېمې ورځې سیالۍ چې د روان کال د تلې میاشتې په شپږمه نېټه  د پنجشنبې په ورځ له سویل لویدیځه د میوند اتلانو او له سویل ختېځه د اباسین څپې لوبډلو ترمنځ د افغانستان فوټبال فدراسیون په لوبغالي کې د زرګونو نندارچیانو پر وړاندې تر سره شوه چې په پایله کې لوبه درې د صفر پر وړاندې د میوند اتلانو په ګټه پاې ته ورسېده

لوبه چې له غرمې وروسته په درې بجو او دېرشو دقیقو پیل شوه د نندارچیانو له ښه تشویق سره مله روانه وه ، د لوبې په ۱۶ او ۲۷ دقیقه کې د میوند اتلانو لوبډلې لپاره د ګول ګتولو چانسونه تیار شول مګر ګول یې ترسره نشو خو د لوبې په ۳۸ دقیقه کې لومړی ګول د عبدالواحد نورزي لخوا،په دوه پنځوسمه دقیقه کې دویم ګول د احمد محمدزی لخوا، په شپږپنځوسمه دقیقه کې دریم ګول د مصطفی ژوبل لخوا د میوند اتلانو په ګته تر سره شو او لوبه درې د صفر پر وړاندې د میوند اتلانو په ګټه پاې ته ورسېده.

د لوبې پایله کې فیض محمد فیضي د میوند اتلانو د لوبډلې نهمې شمارې لرونکی لوبغاړی د لوبې غوره لوبغاړی غوره شو او د میوند اتلانو لوبډله په تحایفو وه نازول شوه چي په تحایفو کې سل زره افغانۍ د افغانستان لوی څارنوال الکو ، پنځه زره دالره د حاجی لالی احمدزی د ولسي جرګې غړی، پنځه زره دالره دحاجی نقیب تجارلخوا د میوند اتلانو لوبډلې ته اعلان شوې او درې سوه دالره د حاجي تورجان سپین ګېري لخوا

دا په داسې حال کې ده چې د همدغه غوره لیګ د تېرې اونۍ لومړنۍ لوبه هم میوند اتلانولوبډلې  د شاهین آسمایې لوبډلې پر وړاند د ۳\۱ ګول سره  ګټلې وه، او د اباسین څپې لوبډله د همدغه لیګ د تېرې اونۍ په دریمه ورځ د سپین غر بازانو پر وړاندې د ۰\۱ ګول سره لوبه بایللې وه

 

 

د دې پاڼې شریکول