صمیم نوري د افغانستان روشن غوره لیګ په څلورم پړاو کې د اباسین څپې لوبډلې د دفاعي کرښې یو پیاوړی لوبغاړی وو. دی اصلاً د کاپیسا ولایت اوسیدونکی دی چې اوسمهال په کابل ښار کې ژوند کوي. ده په لومړي ځل د اباسین څپې لوبډلې په ټاکنیز پړاو کې ګډون وکړ او په پایله کې په دې بریالی شو چې د یادې لوبډلې وروستي ترکیب ته لاره پیدا کړي.
صمیم نوري اوسمهال ۲۰ کلن دی او تمه کیږي چې په راتلونکو کلونو کې به د افغانستان روشن غوره لیګ په لوبو کې د یو مسلکي فوټبالر په توګه ښه وځلیږي.
صمیم پنځه کاله وړاندې خپل مسلکي فوټبال پیل کړی دی او له دریو کلونو را په دېخوا د افغان کلب لوبډلې لپاره لوبه تر سره کوي. افغان کلب د کابل ښار له وتلو لوبډلو څخه یوه وتلي لوبډله ده. په ۱۳۹۴ کال کې دې لوبډلې وکولای شول چې د کابل ښار د الف لیګ اتلولي وګټي. صمیم سږ کال هوډ لري چې د شاهین آسمایی لوبډلې په ترکیب کې د ځای پیدا کولو په موخه خپل بخت وازمويي.