که ستاسو عمر د ۱۴-۱۶ کلونو پورې وي او د فوټبال مینهوال ووسی، د افغانستان روشن غوره لیګ، ستاسو لپاره یوه هیجانوونکې سیالۍ په پام کې لري چې په هغه کې دوه غوره لوبغاړي کولای شي چانس تر لاسه کړي چې د دوو اونیو لپاره د سیمې هېوادونو په یو فوټبال ښوونځي کې د فوټبال زدهکړو ته ولاړ شي.
له دې غوره فرصت سره، دوه پایلني ګټونکي کولای شي د فوټبال نامتو روزونکو څخه، د نړیواله معیارونو سره سم، د فوټبال لوبې زدهکړې ترلاسه کړي!
دا سیالۍ په دریو پړاوونو کې په لاره اچول کېږي او تاسو باید نورو پړاوونو ته د لارې موندنې لپاره، هر پړاو د بریا سره پای ته ورسوی:
لومړی پړاو: مقاله لیکنه (د اګسټ له ۱۹ څخه – د سپټمر تر ۱۰)
دوهم پړاو: د فوټبال مهارتونو سیالۍ – لومړی پړاو (د سمپټمبر له ۱۷ څخه – د سپټمبر تر ۲۰)
دریم پړاو: د فوټبال مهارتونو سیالۍ – دوهم پړاو (د سپټمبر له ۲۲ څخه – د سپټمبر تر ۲۶)
د لا زیاتو معلوماتو لپاره:
۱. ستاسو عمر باید د ۱۴ نه تر ۱۶ کلونو پورې وي او د فوټبال لومړني مهارتونه مو زده وي.
۲. هغه فورمه چې د دې پاڼې لاندې راغلې، باید په بشپړه توګه ډکه شي (نوم، عمر، ولایت، ښوونځی او د ټلفون شمېره). همدرانګه، د تذکرې یوه کاپي هم باید د ډکې شوې فورمې سره اضافه کړئ.
۳. هغه ګډونکوونکي چې بریالي کېږي، نوملړ یې د افغانستان روشن غوره لیګ په وېبپاڼې او نورو ټولنیزو رسنیو کې اعلانېږي.
دا خپرونه د ځوان رهبرانو او د هېواد راتلونکي هیلو لپاره په پام کې نیول شوې تر څو هغوی د پوهنې، ورزش او ټولنې کې د مثبت بدلونونو راوېستو لپاره وهڅوي. هیلهمن یو چې دا خپرونه وکولای شي د ورزش او پوهنې تر منځ اړیکه رامنځ ته کړي تر څو ځوانان وکولای شي په دې ارزښتونو پوه شي. د دې موخې په بهیر کې، د افغانستان روشن غوره لیګ غواړي د ځوانانو د شخصیت ودې لپاره فعالیت وکړي، همدارنګه د دې تر څنګ هغوی کولای شي خپل فوټبالي مهارتونو ته هم وده ورکړي.