شاهین آسمایي د شېخ کمال ۲۰۱۷ کال نړیواله جام کې د بنګلادېش چېټاکونګ آباهاني، او د نیپال موناګ مارشیانګډي کلبونو سره په «ب» ډلې کې ځای وموند. د پچې اچونې پر اساس، د افغانستان روشن غوره لیګ ۲۰۱۶ کال اتل د ۱۳۹۵ کال د کب په ۱ نېټه، خپلې لومړۍ سیالۍ کې د چېټاکونګ آباهاني پر وړاندې لوبېږي.
دې ټورنمنټ کې اته ګډونکوونکي لوبډلې چې درې یې سیمهییز او پنځه یې بهرني دي، په ډلهییز پړاو کې د سیالیو لپاره په دوو برخو وېشل کېږي. دې پړاو کې هره بریا درې امتیازونه لري او د هرې ډلې دوه غوره لوبډلې، نیمهپایلني پړاو ته د لارې موندنې جواز ترلاسه کوي.
بویر اګمابرډیوف او امرالدین شریفي، د شاهین آسمایي روزونکی او کپټان، په هغې رسنیزې غونډې کې چې د ۱۳۹۵ کال د سلواغې په ۲۹ نېټه په لاره واچول شوه، د دې لوبډلې د چمتووالو او میدان ته د ژړو جامو سره د لوبېدنې په اړه خبرې وکړې.
شاهین آسمایي خپله لومړې تمریني غونډه د ۱۳۹۵ کال د سلواغې په ۲۹ نېټه د بنګلادېش چېټاکونګ کې ترسره کړه. د دې لوبډلې مرستیال روزونکي، مجتبی فیض وویل، «لوبډله اوسمهال په ښه وضعیت کې ده. د شېخ کمال نړیواله جام کې د بریا لپاره ټوله لوبغاړي چمتو دي.»
د شاهین دوهمه او دریمه سیالۍ د ۱۳۹۵ کال د کب په ۴ او ۶ نېټه په لاره اچول کېږي.
دا لوبډله د شېخ کمال جام ډلهییز پړاو کې خپلې لومړې سیالۍ کې د ۱۳۹۵ کال د کب په لومړې نېټه، د کابل پر وخت د شپې په ۰۵:۳۰ بجو، د چېټاکونګ سټودیوم کې د چېټاکونګ آباهاني پر وړاندې لوبېږي.
د شېخ کمال ۲۰۱۷ کال نړیوله جام سیالیو او د شاهین آسمایي د چمتووالې تمرینونو په اړه لا زیاتو معلوماتو لپاره د افغانستان روشن غوره لیګ وېبپاڼې www.afghanpremierleague.com ته مراجعه وکړئ، او همدارنګه د دې لیګ یوټیوب پاڼه www.youtube.com/afghanpremierleague لایک کړئ. د افغانستان روشن غوره لیګ کې د خپلې په زړهپورې لوبډلې د انځورونو نندارې لپاره د دې لیګ انسټاګرام پاڼه Afghanpremierleague.official لایک کړئ.