شاهین آسمایي د شېخ کمال ۲۰۱۷ کال نړیواله جام کې خپل د ډلهییز پړاو دوهمه سیالۍ د ۱۳۹۵ کال د کب په ۴ نېټه،سبا د کابل پر وخت له غرمې نه وروسته په ۰۲:۳۰ بجو، د مونانګ مارشیانګډي پر وړاندې ترسره کوي. دا سیالۍ د شاهین لپاره برخهټاکونکې او ډېره اړینه ده. د دې لپاره چې شاهین د دې سیالیو له بهیر څخه حذف نه شي، باید د دې میدان ګټونکې شي.