د ننۍ ورځې لوبه له سمدستي ډرامې سره په داسي حال کې پیل شوه چې د لوبې په دوهمه دقیقه کې د شاهین سمیع الله محمدي وکولای شول د خپلې لوبډلې په ګټه لومړنی ګول تر سره کړي.
د افغانستان روشن غوره لیگ ۱۳۹۴ کال د ښځو د ټورنمنټ دوهمه لوبه چې د هرات او بلخ د ښځینه لوبډلو تر منځ تر سره شوه د ۱-۱ مساوي پایلې سره پای ته ورسیده.
د افغانستان روشن غوره لیګ د نیمه پایلوبو لړۍ نن د شاهین آسمایی او موج های آمو لوبډلو په لوبې سره ادامه پیدا کوي.
د افغانستان روشن غوره لیګ د ښځو د ټورنمنټ په دوهمه لوبه کې نن لس بجې د هرات او بلخ د نجونو لوبډلې له یو بل سره د لوبې ډګر ته وزي.
د نیمه پایلوبې ننۍ لوبه د خوش چانسه سپین غر بازانو او د میوند اتلانو لوبډلو تر منځ نن د افغانستان د فوټبال فدراسیون په لوبغالي کې تر سره شوه.
د افغانستان روشن غوره لیګ لومړۍ نیمه پایلوبه نن د سپین غر بازانو او د میوند اتلانو د لوبډلو په لوبې سره پیل کیږي.
د افغانستان روشن غوره لیګ د ۱۳۹۴ کال د ښځو ټورنمنټ نن د کابل او بامیانو د لوبډلو په پرانیستونکې لوبې سره شروع شو.
نن شنبه د ۱۳۹۴ کال د تلې څلورمه د افغانستان روشن غوره لیګ د ښځو د ټورنمنټ له لومړۍ ورځې سره سمون خوري.
ټاکل شوې ده د افغانستان روشن غوره لیګ د ښځو ټورنمنټ د تلې له څلورمې تر لسمې نیټې پوري د افغانستان د فوټبال فدراسیون په لوبغالي کې تر سره شي.
ننۍ لوبه په داسي حال کې پیل شوه چې د موج های آمو لوبډله له تورو کالیو او د اباسین څپې له سپینو کالیو سره د لوبې ډګر ته داخل شول.